شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت په نشت کې به د سريلانکا مسلمانان تل د بودايي تندلارو له تاوتريخوالي څخه په وېره کې وي
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت په نشت کې به د سريلانکا مسلمانان تل د بودايي تندلارو له تاوتريخوالي څخه په وېره کې وي

خبر:

 د مارچ پر ۶ مه، د سريلانکا حکومت په ټول هيواد کې د بودايي تندلارو له لوري د کنډي (Kandy) په مرکزي ولسوالۍ کې د لږکیو مسلمانانو پر وړاندې تر يو لړ بريدونو وروسته بېړنی حالت اعلان کړ. په سلګونو بودايانو چې ډېری یې د هيواد له سنهاليز توکم (Sinhalese) سره تړاو لري؛ د مسلمانانو پر يو شمېر کار ځایونو، کورونو او مسجدونو د لرګیو، ډبرو او پطرولي بمونو پر مټ بريدونه ترسره کړل او ډېری يې وسوځول. د رسنيو د راپورونو له مخې، يو تنکی مسلمان د يوه سوځېدلي کور په دننه کې مړ وموندل شو. يوه مسلمان مدني فعال وويل: « خلک د سړکونو پر سر د مسلمانانو په لټه کې و ان په هغو بسونو کې یې کتل چې د سینهالا له کليو څخه تېرېدل». د پر له پسې ادعاګانو پر بنسټ، کله چې د مسلمانانو کورونه او دوکانونه ړنګېدل، پوليس او امنيتي ځواکونه بې تفاوته ولاړ وو او يوازې یې ننداره کوله. دوی د يادو جنايتکارانو پر وړاندې هيڅ اقدام و نه کړ او نه يې هم بريدګر ونيول. 

تبصره:

 په دې وروستيو کلونو کې په سريلانکا کې د مسلمانانو پر وړاندې تبعيض او تاوتريخوالی له دې امله اوج ته رسېدلی، چې په خلکو کې بودايي ملتپالې ډلې او بودايي ملتپال احساسات زيات شوي دي. د ۲۰۱۴م کال په جون کې د الوتګما او بيروالا په ښارګوټو کې د مسلمانانو پر وړاندې مرګوني بریدونه او چورچپاول ترسره شو. سختدريځه بودايي راهبان په ځانګړې توګه واکمن بودايي ځواک (BBS) چې په ميانمار کې يې له خپلو سيالو بودایانو څخه الهام اخيستی او دغه راز په دولت کې د خپلو سياسي متحدينو ملاتړ هم ورسره دی، په مسلمانانو کې ډله‌ييز تاوتريخوالي ته لمن وهي. په سريلانکا کې مسلمانان په وېره او ډاروونکي حالت کې ژوند کوي. دوی فکر کوي هسې نه چې د تاوتريخوالي بله څپه پيل شي او له خپلو مذهبي حقونو بې برخې شي.

په سريلانکا، لوېديځ او نورو هيوادونو کې لږکي مسلمانان ډېری وخت فکر کوي چې د دوی د امنيت، ګټو او حقونو د ساتلو يوازېنۍ لار د دولت په ډيموکراتيک بهیر کې برخه اخيستل او د هغو سياستوالو یا ګوندونو ملاتړ کول دي، چې د دوی په اند تر ډېره بريده د مسلمانانو؛ پلوي دي او يا هم په سياست کې چپ اړخي دي. د ۲۰۱۵م په ولسمشريزو ټاکنو کې ډېریو مسلمانانو د هيواد د اوسني ولسمشر ميتريپالا سريسنا لپاره ټاکنيزه مبارزه وکړه او په دې هيله يې رايه ورکړه، چې دی به هغه ډله ييز تاوتريخوالی له منځه وړي، چې د پخواني حکومت له لوري رامنځته شوی و او مشري يې مهيندا راجاپاکاسا کوله. هېر مو نه وي، چې پخواني حکومت له ملتپالې بودايي ډلې (‌‌BBS) سره اړيکې لرلې او د بودايي ملتپالنې ملاتړي و. ميتريپالا سريسنا د مسلمانانو د رايو لاسته راوړلو په موخه ژمنه وکړه، چې واک ته تر رسېدلو وروسته به د مسلمانانو پر وړاندې د جرمونو او بريدونو په تړاو څېړنې کوي. خو دی او د ده حکومت نه يوازې دا چې په ياده موضوع کې یې کوم د پام وړ پرمختګ و نه کړ، بلکې د بودايي تندلارو له لوري د مذهبي توپير په مخنيوی کې هم ناکام پاتې شول او ان هغه کسان يې چې د تاوتريخوالي لامل وو؛ پړ و نه ګڼل. د ده په پير کې د ملتپالې بودايي ډلې شهرت زیات شو او بودايي ملتپالنې نوره هم وده وکړه. په حقيقت کې ملتپال او ولسپال مشر مهيندا راجاپکسا د سږ کال محلي ټاکنې په خورا لوی توپير سره وګټلې.

د مسلمانانو په توګه، موږ بايد پوه شو چې په نيمګړي سيکولر ډيموکراتيک سيستم کې د سیاسي لوبو له لارې به مو د خپلو حقونو او ګټو خوندي کول تل له ناکامۍ سره مخ شي. لومړی، په ياد سيستم کې سياستوال او ګوندونه د واک لاسته راوړلو په موخه د رايه ورکوونکو له بېلابېلو ډلو سره ژمنې کوي، خو ډېر ځله د ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راځي. وروسته دوی د عامو خلکو له احساساتو څخه ګټه اخلي، تر څو په واک کې پاتې شي. له دې پرته، چې په پام کې ونیسي چې ياد احساسات څومره کرکجن دي يا هم په لږکيو ناوړه اغېز کوي. تېر کال په سريلانکا کې پر مسجدونو او د مسلمانانو پر شخصي کاروبارونو له يو لړ پرله پسې بريدونو وروسته، د سريلانکا مسلمانانو د شورا مرستيال حلمي احمد څرګنده کړه: « موږ له ولسمشر سره پر مسجدونو باندې د بريدونو په تړاو دوه ځلې وکتل. نوموړي ژمنه وکړه چې په دې هکله به اقدام کوي، خو هيڅ يې و نه کړل». ده زياته کړه: « کله چې موږ له لومړي وزير سره وليدل، هغه وويل چې حکومت نه غواړي په عام محضر کې د مسلمانانو په وړانديز سره د بودايي راهبانو پر وړاندې اقدام وکړي».

 دویم او تر ټولو مهم دا دی چې الله سبحانه و تعالی مسلمانان له هغه سياسي نظام څخه منع کړي چې حاکميت يې د انسان په لاس کې وي او پکې په خپله خوښه قوانين جوړ کړي. له دې امله په فاسد سيکولر نظام کې د سياسي لوبو ترسره کول نه يوازې د دې دنيا بلکې د اخرت د زيانمنېدو لامل هم ګرځي. له دې امله چې په سیکولر سیاسي نظام کې سياستوال او پارلمانونه په طبيعي توګه د داسې قوانینو له جوړولو څخه ناتوانه دي، چې د ټولو لپاره عدالت په پام کې ونیسي. الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايې:

﴿ثُمَّ جَعَلنَـٰكَ عَلَىٰ شَرِيعَةٍ۬ مِّنَ ٱلأَمرِ فَٱتَّبِعهَا وَلَا تَتَّبِعۡ أَهوَآءَ ٱلَّذِينَ لَا يَعلَمُونَ﴾

[الجاثيه:۱۸]

ژباړه: له دې وروسته مو تاسو ته قانون جوړ کړ، نو هغه پلی کړه او د هغو خلکو د خيالاتو او غوښتو پیروي مه کوه، چې علم نه لري.

په سريلانکا او د نړۍ په هر ګوټ کې د لږکیو مسلمانانو لپاره له وېرې څخه د راوتلو يوازېنۍ حللاره دا ده، چې په اسلامي خاورو کې خلافت تاسيس شي، چې په واقعي توګه د مسلمانانو او اسلام له ګټو څخه استازيتوب وکړي، له دوی څخه د يوه ډال او ساتوونکي په توګه له دې پرته چې چېري اوسېږي ساتنه وکړي. دا خلافت به د نبوت پر منهج ریښتنی خلافت وي. لکه څرنګه چې اوس هغه خلافت نشته او مسلمانان د ځان ساتلو کوم خوندي ځای نه لري او بودايي تندلاري له وېرې پرته د مسلمانانو پر وړاندې د کرکو ننګه او پرې بريدونه کوي. بودايان اوس په ارامه ناست دي او هېڅ د وېرې احساس نه کوي، ځکه دوی پوهېږي چې د اسلامي نړۍ دولتونه او مشران به د مسلمانانو د ساتنې او ملاتړ لپاره يو عملي ګام هم پورته نه کړي. دا هغه څه دي چې موږ یې په ميانمار، سوريه، کشمير، مرکزي افريقا او نورو ځايونو کې وينو. خو د خلافت په تاسيس سره به د مسلمانانو حال داسې نه وي او خلافت به تش شعارونه نه ورکوي، بلکې عملي اقدام به کوي. خلافت به ان د يوه مسلمان زيانمنېدل هم و نه زغمي او د هغو کفارو په زړونو کې به وېره خپره کړي، کوم چې مسلمانان ګواښي او له ډار سره يې مخ کوي. د بېلګې په توګه، موږ د اسلام تر حاکمیت لاندې د هندوستان د لوی مغلي سلطان اورنګ زيب علمګير يادونه کوو، چې د ميانمار په راخین کې یې د اوسني بدنامه بودايي رژيم د نيکونو پياوړې امپراتوري ړنګه کړه او مسلمانان یې د دوی له ظلم څخه وژغورل. موږ د سريلانکا پر مسلمانانو ږغ کوو، چې باطل سيکولر سياست پرېږدئ او د پرتمين خلافت د بيا تاسيس په موخه مټې را بډ وهئ، ترڅو د ډار حالت مو له منځه ولاړ شي، د ډاډمن او ښېراز ژوند خاوندان شئ. 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو ځانګې مشره

ډاکتر نسرين نواز

ژباړن:صدیق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې